پوسټ کوډ 205984
نیټه خپرول: پنج شنبه 13 لیندۍ 139911:57
- 0 څرګندونه
- چاپ
پوتین په روسیه کې د کرونا ویروس ضد واکسین د تطبیق امر وکړ

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین خپل حکومت ته امر وکړ چې سر له راتلونکې اوونۍ په پراخه کچه د کرونا ویروس واکسین تطبیق کړي.
ولادیمیر پوتین د چهارشنبې په ورځ د ټیلیفون کنفرانس له لارې د دفاع وزارت روغتیایي څانګو ته دا امر په داسې حال کې وکړ چې لاهم د سپوتنیک په نوم د کرونا پر ضد د روسیې د چمتو کړي واکسین د مؤثریت په برخه کې سؤالونه شته.
د چهارشنبې د شمېرو له مخې په روسیه کې نږدې دوه میلیونه او ۳۵ زره کسان په کرونا اخته دي او د دې وبا تلفات په دغهَ هېواد کې څه باندې ۴۱ زرو ته رسېږي.