- 0 څرګندونه
- چاپ

ولسي جرګې نن د کابینې نوماند وزیرانو ته د رایې ورکولو په لړ کې د پوهنې وزارت لپاره نوماندې رنګینې حميدي، د کلیو او پراختیا وزارت ته نوماند مجیب الرحمن کرمي او د افغانستان بانک ریاست ته نوماند اجمل احمدي ته د باور رایه ورنکړه.
ولسي جرګې نن د کابینې پنځو نوماند وزیرانو او د افغانستان بانک ریاست نوماند ته د رایې صندوقونه کېښودل.
په دې لړ کې درې وزیرانو ته د باور رایه ورکړل شوه خو دوه وزیران او د افغانستان بانک رییس د دغې جرګې لخوا رد کړل شول.
محب الله صمیم له ولسي جرګې د ۲۰۹ مثبتو رایو په ترلاسه کولو سره د سرحدونو اقوامو او قبایلو چارو د وزیر په توګه، کریمه حامد فاریابي له ولسي جرګې د ۱۳۶ مثبتو رایو په ترلاسه کولو سره د اقتصاد وزارت د وزیرې په توګه، احمد جواد عثماني له ولسي جرګې د ۱۴۵ مثبتو رایو په ترلاسه کولو سره د عامې روغتیا د وزیر په ټوګه وټاکل شول.
دغه راز ولسي جرګې نن دوه وزیران او یوه رییس ته د باور رایه ورنکړه او رد یې کړل. رنګینه حمیدي، مجیب الرحمن کریمي او اجمل احمدي ونه شو کولای چې له ولسي جرګې د باور رایه ترلاسه کړي.