پوسټ کوډ 205944
نیټه خپرول: چهارشنبه 12 لیندۍ 139916:31

د هرات-خواف پټلۍ له لارې اول ځل سوداګریز مالونه هرات ته ورسېدل

د هرات-خواف رېل پټلۍ له لارې د ایراني توکو لومړنۍ جوپه نن هرات ته راروسېده. د دواړو هېوادونو ترمنځ ۱۰ کاله وروسته د سوداګریزو توکو لېږد رالېږد د افغانستان او ایران ترمنځ د پټلۍ رسمي پرانیستلو سره پیل شوی.

.

د هرات-خواف پټلۍ له لارې د ایراني توکو لومړنۍ جوپه نن هرات ته راروسېده.

.

د هرات-خواف د پټلۍ پروژه څلور برخې لري؛ اوله برخه یې له خواف د ایران تر سنګان، دویمه برخه یې له سمنګان تر چا سرخ پولې پورې ده چې دواړه برخې ۷۶ کیلومتره کېږي.

.

افغان چارواکي وايي، د ایران یا د دغه هېواد له لارې د وارداتي توکو کلنی ارزښت درې میلیارد ډالرو ته رسېږي او د دې پروژې پرانیستو سره به دا اندازه نوره هم ډېره شي.

.

د هرات-خواف پټلۍ ۲۵۵ کيومتره اوږدوالی لري.

.

د دواړو هېوادونو ترمنځ ۱۰ کاله وروسته د سوداګریزو توکو لېږد رالېږد د افغانستان او ایران ترمنځ د رېل پټلۍ رسمي پرانیستلو سره پیل شوی.

.

د افغان پټلۍ اداره وايي، افغانستان دا مهال له ترکمنستان، ازبکستان، قزاقستان، روسیې، اوکراین او چین پټلیو سره نښلول شوی او د هرات-خواف پټلۍ پرانیستې سره به ډېر ژر د ایران، ترکیې او اروپا پټلۍ سره هم ونښلول شي.

 

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement