پوسټ کوډ 205933
نیټه خپرول: چهارشنبه 12 لیندۍ 139912:47

ملي تدارکاتو کمېسیون د کابل ښار مواصلاتي سړک جوړولو پروژې و ارزولې.

د ملي تدارکاتي کمېسیون د کابل ښار مواصلاتي سړک جوړولو پروژو په ګډون ۷۳ تدارکاتي توکې و اروزل.

له ولسمشرۍ ماڼۍ په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، #د_ولسمشرغني په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون غونډه پرون مازیګر په ارګ کې ترسره شوه.

 خبرپاڼه لیکي، په دې غونډه کې له ۳ میلیارد څخه د زیاتو افغانیو په ارزښت د پلازمېنې زون د پراختیا ادارې اړوند د ۱۱ او ۱۷ ناحیو ترمنځ د ۳.۹ کیلومتره مواصلاتي سړک جوړولو پروژې په ګډون ۷۳ تدارکاتي موارد ملي تدارکاتو کمېسیون منظور کړل.

د خبرپاڼې له مخې، د افغانستان د ریل پټلۍ ادارې اړوند د خواف ـ هرات ریل پټلۍ دریمې برخې د ګټې اخیستنې پروژې د قرارداد غوښتنه بېرته وګرځول شوه او مالیې، بهرنیو چارو او عدلیې وزارتونو او د جمهوري ریاست عالي مقام حقوقي مشاوریت ته دنده وسپارل شوه چې د دې پروژې د مختلفو اړخونو په اړه هر اړخیزه ارزونه وکړي.

د خبرپاڼې په خبره، کمېسیون د عامې روغتیا وزارت اړوند #د_زابل_ولایت #د_اساسي_روغتیایي خدمتونو قرارداد #BPHS ، د افغانستان برښنا شرکت اړوند د سب سټېشنونو د ریزرفي تجهیزاتو د تهیې اوتدارک پروژوې او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت اړوند له میدان ښار تر کندهار پورې د نوري فایبر د ساتنې او څارنې پروژو د تړونونو د لغوه کولو منظورۍ غوښتنې هم منظور کړې.

په دې غونډه کې، د افغانستان د فضایي کنټرول لپاره د #MLAT دستګاوو د ۳۵ سټېشنونو د ساتنې او څارنې او د هوایي چلند ادارې اړوند د الوتکو د لارښوونې دستګاوو فلایټ چک او د تخنیکي تجهیزاتو د پېرلو پروژې د قرارداد لغوه کولو د منظورۍ غوښتنه د لا زیاتې ارزونې په موخه بېرته وګرځول شوه.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement