- 0 څرګندونه
- چاپ
میدان وردګو کې دطالبانو له لوري تښتول شوي مسافر بېرته خوشي شول

د میدان وردګو ولایت چارواکي وايي، دې ولایت کې د سلوالو طالبانو له لوري ۲۸ تنه تښتول شوي مسافر بېرته خوشي شوي دي.
د دې ولایت د والي ویاند محب الله شريف زی وايي، یاد مسافر چې تېره جهار شنبه د طالبانو له لوري تښتول شوي وو ۱۷ تنه یې په هماغه ورځ بېرته خوشي شوي وو او ۱۱ پاتې نور تېره شپه د سپینږیرو ، قومي مشرانو او سیمهییزو ادارو په هلو ځلو د سلوالو طالبانو له ولکې خوشې شوي دي.
د تېرې چهار شنبې ورځ د ددې ولایت چارواکو خبر ورکړی وو چې وسلوالو طالبانو ددغه ولایت د جلرېز ولسوالۍ په لویه لار له مسافرو له موټر ۲۸ کسان ښکته او له ځانه سره بیولي دي. باید یاده شي چې میدان وردګ ولایت اړند د جلریز ولسوالي یوه له نا امنیو ولسوالیو څخه ده چې وسلوال طالبان پکې وخت نا وخت دا ډول ملکي وګړي له ستونزو سره مخ کوي .
د یادو مسافرینو د خوشې کولو په اړه وسلهوالو طالبانو تراوسه څه نه دې ویلي.