پوسټ کوډ 205878
نیټه خپرول: سه شنبه 11 لیندۍ 139913:53

ناټو: د سولې خبرې څرګندې پایلې نلري او موږ له افغانستان څخه نه وځو

د ناټو سازمان ويلي چې په قطرکې د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د سولې روانې خبرې څرګندې پایلې نه لري او په همدې دليل دوی اوس له افغانستان څخه نه وځي. د ناټو سرمنشي ین ستولتنبرګ یو ځل بیا ټينګار کړی چې د امریکا په ګډون د ناټو سازمان د غړو هېوادونو ځواکونه باید له افغانستان څخه په نږدې همغږۍ ووځي.

 نوموړي بي بي سي سره په ځانګړې مرکه کې ويلي چې له افغانستان څخه د ټولو ځواکونو د اېستلو په هکله پرېکړه به د ناټو غړي په ګډه او همغږۍ کوي. ینس ستولتنبرګ زیاتوي، ناټو لا هم پرېکړه نه ده کړې چې پر ۲۰۲۱ کال له افغانستان ووځي او دا وتل به یې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو کې پرمختګ پورې تړلي وي. "موږ تل وایو چې افغانستان ته ګډ تللي یو او اړتیا ده چې په مناسب وخت ګډ ووځو." د طالبانو او افغان حکومت خبرې د سپټمبر له ۱۲ دوحه کې پیل شوې، خو لا هم پکې ښکاره پرمختګ نشته. قطر کې د طالبانو ویاند محمد نعیم وردک که څه هم درې ورځې وړاندې وویل، چې د دواړو لورو تماس ډلو د خبرو طرزالعمل بشپړ شوی دی؛ خو هغه مهال افغان حکومت وویل، دې برخه کې پرمختګ نه دی شوی.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement