پوسټ کوډ 205876
نیټه خپرول: سه شنبه 11 لیندۍ 139913:50

د عامه ساتنې ملي تصدۍ څخه ۴۰۰ د تصدیو ساتوونکي سرتیري فارغ شول

د عامه ساتنې ملي تصدۍ چارواکي وايي، چې ملي د تصدیو له ښوونیز مرکز څخه نږدې ۴۰۰ د تصدیو ساتوونکي سرتیري فارغ شول.

د عامه ساتنې ملي تصدۍ وياند ضيا ودان وايي، د غه نوي فارغ شوي ساتونکي به په هېواد کې د بنسټیزو پروژو، د اوبو بندونو،رېل پټلۍ، سوداګریزو مرکزونو، پوهنتونونو او نورو ښوونیزو بنسټونو او عامه تاسیساتو څخه ساتنه وکړي. د ښاغلي ودان په وینا یاد سرتیري به ډېر ژر د هېواد د عامه تاسیساتو د امنیت په موخه اړوندو ولایتونو ته واستول شي.

دا په داسې حال کې ده چې وسلوالو طالبانو دې وروستیو کې د عامه تاسیساتو پر ورانولو لاس پورې کړی او همدا نن یې هم د فاریاب ولایت اړوند سیمه کې د خلکو د تګ راتګ یو عمومي پل په بمونو الوځولی دی.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement