پوسټ کوډ 205862
نیټه خپرول: سه شنبه 11 لیندۍ 139910:39

طالبانو ته د غورځنګ کلیمې کارولو غبرګونونه را پارولي

وروسته تر هغه چې په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ځینو غړو په دغه هېواد کې د ایران سفیر ته د محسن فخریزاده د مړینې غم‌شریکي لپاره لاړل، د ایران سفیر په یو ټویټ پیغام کې طالبانو ته د غورځنګ کلیمه کار کړې ده.

په دوحه کې د ایران سفیر حمید دهقاني په خپله ټویتر پاڼه لیکي، په قطر کې د #طالبانو د غورځنګ ځینو غړو دوی ته د فخریزاده د مړینې په اړه غم‌شریکي کړې ده.
دغه راز په دوحه کې د طالبانو ویاند بیا په خپله ټویټر پاڼه لیکي، د ایران له سفیر سره یې د افغان سولې په اړه خبرې اترې کړې دي.
خو د ایران د سفیر دغه ټویټ د خلکو غبرګونونه را پارولي او نوموړي ته په اشارې وایي:
چې دا هغه طالبان دې چې شل کاله وړاندې یې په مزارشریف کې ستاسې اته دیپلوماتان او یو خبریال در ووژل.
دوی وایي، د ایران سفیر ته نه وه په کار چې طالبانو ته د غورځنګ کلیمه کار کړي.
هغوی دغه راز زیاته کړې ده:
چې د ایران سفیر ته به دا معلومات وي چې همدا طالبان چې هغه ورته د غورځنګ کلیمه کاروي هره ورځ ستاسې د ګاونډي هېواد بېګناه انسانان وژني.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement