پوسټ کوډ 205813
نیټه خپرول: دوشنبه 10 لیندۍ 139913:21

دوبۍ له بامیانو سره نښلېږي

د ملکي هوايي چلند اداره وایي، د بامیانو ولایت د هوایي ډګر سروې او د رنوې ډیزان برخه شروع شوې دي چې چارې بشپړې شي له دوبۍ به خلک په مستقمه توګه بامیانو ته راځي.

د ملي او هوايي چلند له ادارې په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د بامیانو ولایت د شیبر تو د هوايي ډګر د سروې او رنوې چارې شروع شوې دي او ژر به رسمآ کار پرې پیل شي.
خبرپاڼه لیکي، ولسمشرغني له شرکت سره په جلسه کې وویل، د بامیانو د هوایي ډګر چارې دې ژر تر ژره پيل او دغه ډګر دې ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

خبرپاڼه کاږي، ولسمشر زیاته کړه، په دې سره به د بامیانو ولایت له دوبۍ سره وصل شي ترڅو له نورو هېوادونو سیل کوونکي په مستقمه توګه بامیانو ته راشي.

 په خبرپاڼه کې راغلي، د یاد هوایي ډګر د سروې چارې پيل شوې او رغنیزې چارې به یې د ۱۴۰۰ کال په بودجه کې شاملې شي.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement