- 0 څرګندونه
- چاپ
د غزني د مرګونې برید طراح ووژل شوو ـ دفاع وزارت

د افغانستان دفاع وزارت وايي، په غزني ولایت کې د تېرې ورځې موټر بم برید طراح له ۷ تنو نورو وسله والو سره وژلی دی.
یاد وزارت نن دوشنبه نومبر۳۰(لېندۍ لسمه) په یوې اعلامیې کې ویلي چې د «حمزه وزیرستاني» په یاد کس په غزني ولایت کې د ملي اردو پر یو مرکز د تیرې ورځې برید پلان کړی و.
دفاع وزارت زیاتوي چې نوموړ شخص تیره شپه له خپلو ملګرو سره د غزني ولایت د «ګیرو» ولسوالۍ په «علي شیر خېل» سیمه کې د هوايي برید پر مهال وژل شوی او یو شمېر وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي دي.
د غزني ولایت په «ده یک» ولسوالۍ کې تیره ورځ د ملي اردو د کمانډو پر مرکز موټر بم برید کې د چارواکو په وینا ۳۰ امنیتي سرتیري ووژل شول او ۲۴ نور ټپیان شول.
خو د افغانستان دفاع وزارت بیا تېره ورځ خبر ورکړ چې په دغه موټر بم برید کې یوازې د ملي اردو لس سرتیري وژل شوي او ۷ نور ټپیان شوي دي.
تر دا مهاله کومې وسله والې ډلې په غزني ولایت کې د تیرې ورځې موټر بم برید مسؤلیت نه دی منلی.