پوسټ کوډ 205797
نیټه خپرول: دوشنبه 10 لیندۍ 139910:59
- 0 څرګندونه
- چاپ
د هرات پولیسو د جنایي جرمونو په تور ۱۱ کسان نیولي

د کورنیو چارو وزارت وايي، د هرات ولایت د امنیه قوماندانۍ پولیسو د دغه ښار او ولسوالیو په اړوندو سیمو کې د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې په جنایي جرمونو کې ښکېل ۱۱ کسان نیولي دي
کورنیو چارو وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د هرات ولایت د امنیه قوماندانۍ پولیسو د دغه ولایت په ښار او ولسوالیو کې د څو جلا عملیاتو په ترڅ کې ۱۱ تنه د غلاوو، غیر قانوني وسلو د لیږدونې او ساتنې، د لیږدوونکو وسایطو د غلا، د موبایل غلا او د نشهیي توکو د پلور په تور نیولي دي.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې په پلازمېنه کابل او نورو ولایتونو کې وسلهوال غله، غیرقانوني وسلو لیږدول او ساتل، وسایطو غلا، نشه یي توکو پلورل او داسې نورې جنايي کړنې زیاتې شوي دي.