پوسټ کوډ 205744
نیټه خپرول: يکشنبه 9 لیندۍ 139912:57

اصیلا وردګ د اسلامي همکاریو سازمان د بشري حقونو کمېسيون کمېشنره شوه

بهرنیو چارو وزات وايي، افغانستان د اسلامي همکاریو په سازمان کې د غړیتوب له ترلاسه کولو سره سره لومړنۍ افغانه ميرمن اصیلا وردګ هم د دغه سازمان د بشري حقونو کمېسيون کميشنره ټاکل شوې ده.

له دې وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د ياد سازمان بهرنیو چارو وزیرانو شورا له لوري د رایې اچونې په ترڅ کې #اصیلا_وردګ هم وتوانېده چې د دغه موقف لپاره کافي رايې ترلاسه کړي.
د خبرپاڼې له مخې، ميرمن وردګ به تر ۲۰۲۵ز کال پورې د اسلامي همکاريو نړیوال سازمان #د_بشري_حقونو_کمېسیون غړیتوب ولري. بهرنیو چارو وزارت په نوموړي کمېسيون کې د اصلا وردګ غړیتوب د افغانستان لپاره لاسته راوړنه بللې او ويلي يې دي چې په دې حساس وخت کې د اسلامي همکاریو نړيوال سازمان غړیتوب به په افغانستان کې د بشري وضیعت ښه‌والي لپاره ګټور تمام شي.
د اسلامي همکاریو نړیوال سازمان تېره ورځ د خپلې وروستۍ غونډې پرمهال په #افغانستان کې روان تاوتریخوالی د اندېښنې وړ وباله او له اسلامي هېوادونو یې وغوښتل چې په افغانستان کې روانه جګړه #تحريم کړي.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement