پوسټ کوډ 205741
نیټه خپرول: يکشنبه 9 لیندۍ 139912:39

روغتيا وزارت: د کووېډ۱۹ ناروغانو مراقبت لپاره ۱۱۸ ګرځنده ټيمونه جوړ شوي

عامې روغتيا وزارت مسوولان وايي، په هېواد کې د کرونا وېروس دويمې څپې خورېدو له کبله يې په ۷ ولايتونو کې ۱۱۸ ګرځنده روغتيايي ټيمونه تشکيل کړي دي.

د دغه وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، ياد ټیمونه به په ګرځنده ډول فعالیت کوي او پر #کورونا_وېروس د اخته کسانو يا هم هغه څوک چې د يادې وېروس خفیف، متوسط علایم او نښې ولري، په کورونو کې تر پاملرنې لاندې نیسي.
په خبرپاڼه کې د عامې روغتيا وزارت نوماند احمد جواد عثماني په حواله زياته شوې چې دا کار په هدف کوي، څو د کورنا دويمې څپې پرمهال پر روغتونونو د ناروغانو فشار کم کړي. دغه ګرځنده ټيمونه په کابل، ننګرهار، بلخ، کندهار، هرات، بامیان او دایکندي کې رامنځ‌ته شوي چې هر ټیم د درېيو غړيو درلودونکی دی.
دا په داسې حال کې ده چې دوې اوونۍ وړاندې عامې #روغتيا_وزارت په رسما اعلان کړه چې افغانستان د کرونا وېروس له دويمې څپې سره مخ دی او له همدې کبله #وزير_شورا هم په ټول هېواد کې د ښوونيزو او تحصيلي بنسټونو د تړلو پرېکړه وکړه.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement