پوسټ کوډ 205731
نیټه خپرول: يکشنبه 9 لیندۍ 139910:27

د زابل د ولایتي شورا پر رئیس موټر بم برید شوی

د زابل په مرکز کلات ښار کې ځانمرګي موټر بم برید کې د ولایتي شورا رئیس ټپي شوی دی.

پېښه نن یکشنبه نومبر ۲۹(لېندۍ نهمه) سهار لس بجې د ولایتي شورا د رئیس حاجي #عطاجان_حقبیان د کور مخ ته رامنځته شوې ده.

د زابل امنیه قوماندان سمونوال #حکمت الله_کوچي امریکاغږ اشنا ته وويل چې د ځانمرګي موټر بم برید پدې پېښه کې د ولایتي شورا رئیس له خپل یو ساتونکي سره ټپي شوی او بل چاته زیان ندی رسیدلی.

نوموړي وويل:"نن سهار لس بجې هغه مهال چې د ولایتي شورا رئیس له خپل کور څخه د دفتر پر لوري د تګ په حال کې وو یوه ځانمرګي برید کوونکي خپل له چاودیدونکو توکو ډک موټر ته د هغه د سپرلۍ له موټر سره نژدې چاودنه ور کړې چې په ترڅ کې يې د ولایتي شورا رئیس حقبیان او د هغه ساتونکی ټپي شوی او بل چاته زیان ندی رسیدلی، د شورا رئیس د درملنې لپاره روغتون ته انتقال شوی."

د زابل د عامي روغتیا رئیس ډاکتر لعل محمد توخي بیا امریکا غږ ته وويل چې د پېښې له سیمې څخه د ولایتي شورا رئیس او ۲ تنه نور په ټپي حالت کې ور وړل شوي چې دا مهال تر درملنې لاندي دي.

د پېښي عیني شاهدان وايي چې چاودنه ډيره زوره وره وه چي له کبله يې په سیمه کې لوړ مالي زیانونه هم رامنځته شوي.

د زابل د ولایتي شورا رئیس حاجي عطاجان حقبیان په پلازمېنه کابل کې د افغانستان د ولایتي شورا ګانو د اتحاديې مشري هم کوي.

پوره دوې اونۍ مخکې هم په کلات ښار کې د نوموړي له شخصي دفتر سره نېدې د موټر بم چاودنه شوې وه چې ملکي خلکو ته پکښې مرګ ژوبله اوښتې وه.

تر اوسه چا د پېښي مسئولیت په غاړه ندی اخیستی.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement