پوسټ کوډ 205724
نیټه خپرول: يکشنبه 9 لیندۍ 139910:10

بین الافغاني مذاکرات؛ د مذاکراتو د طرزالعمل پر ۲۱ اصولو موافقه شوې

د افغانستان د اسلامي جمهوریت مذاکراتي پلاوی وايي، د طالبانو له مذاکراتي پلاي سره د مقدمې په استثنا د مذاکراتو د طرزالعمل پر ۲۱ مادو په اصولو کې توافق ته رسېدلي دي.

یاد پلاوی زیاتوي چې د نومبر میاشتې د ۱۷مې نېټې غونډه کې پرېکړه شوې چې دغه طرز العمل به عمومي جلسې ته وړاندې او د دواړو پلاوو له تصویب وروسته به نهايي شمېرل کېږي.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت #مذاکراتي_پلاوي په دې پر خپله رسمي ټویټر پاڼه لیکلي.

دوی زیاتوي چې د افغانستان اسلامي جمهوریت مذاکره کوونکي پلاوي د مقدمې د عناصرو په اړه خپل رسمي وضاحت د طالبانو د مذاکراتي پلاوي سره شریک کړی دی.

خو په قطر کې #د_طالبانو د سیاسي دفتر د ویاند #ډاکتر_محمد_نعیم بیا ویلي چې د بين الافغاني مذاکراتو ټول طرز العمل د مقدمې په شمول نهايي او توافق ورباندې شوی دی.

نوموړي زیاته کړې چې یاد طرزالعمل د نومبر میاشتې پر ۱۷مه نېټه وروستی شوی او د قطر هیواد د استازو په حضور کې د دواړو لورو لخوا تائید شوی دی.

په افغانستان کې د سولې ټینګېدو په اړه د افغانستان د اسلامي جمهوریت او طالبانو د مذاکراتي ټېمونو ترمنځ مذکرات څه باندې دوې میاشتې مخکې پرانیستل شول، خو تر دا یې عمومي ناستې نه دي پيل کړي.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement