پوسټ کوډ 205675
نیټه خپرول: شنبه 8 لیندۍ 139912:49

امنیت شورا: له وکیلانو سره پټې اړیکې نه لرو

د افغانستان ملي امنیت شورا وایي، د ولسي جرګې له وکیلانو سره هیڅ پټې اړیکې نه لري او نه یې هم وکیلانو ته پيسې ورکړې دي.

د افغانستان له #ملي_امنیت_شورا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، په دې وروستیو کې په خواله رسنیو داسې خبرونه لاس په لاس کېږي چې ګواکې #د_ولسي_جرګې یو شمېر غړي د ملي امنیت شورا له دفتر سره پټې اړیکې لري او مالي مرستې ترلاسه کوي.

خبرپاڼه لیکي، د ملي امنیت شورا دغه ګنګوسې په کلکه ردوي او په خبره یې د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د عالي تقنیني ارګان په توګه د ملي شورا غړو ته پوره درناوی لري.

دا په داسې حال کې ده چې له تېرو څو ورځو رهیسي په خواله رسنیو داسې خبرونه خپاره شوي چې ګواکې د افغانستان د ملي امنیت شورا د ولسي جرګې له ځینو غړو سره پټې اړیکې لري او هغوی ته پیسې ورکوي ترڅو په ولسي جرګه کې د یادې شورا اجنډا عملي کړي.

په ورته وخت کې د ولسي جرګې غړو هم د یادو خبرونو په اړه غبرګون ښودلی او زیاته کړې یې ده چې په حکومت کې ځینې کړۍ غواړي د ملي شورا حیثیت تر سوال لاندې راولي او له ملي امنیت شورا یې غوښتنه کړې ترڅو د یادو خبرونو په اړه خپل دریځ روښانه کړي.

بلخوا نن د ولسي جرګې رییس میررحمن رحماني، د مشرانو جرګې رییس #فضل_هادي مسلمیار او ځينو نورو غړو د ملي امنیت شورا د سلاکار #حمدالله_محب سره کتلي دي.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement