پوسټ کوډ 205663
نیټه خپرول: شنبه 8 لیندۍ 139911:23

بامیانو کې د وروستیو بریدونو په تړاو څلور تنه نیول شوي

د بامیانو والي وایي، امنیتي ځواکونو په دغه ولایت کې د وروستیو بریدونو په تړاو څلور کسان نیولي دی.

د بامیانو والي اعلا رحمتي خامه پرس ته وویل، امنیتي ځواکونو هغه کسان نیولي چې د بامیانو ولایت په وروستیو بریدونو کې یې لاس لاره.

هغه زیاته کړه، دغه کسان د پنجشېر، سمنګان، کابل او بامیانو اوسېدونکي دي.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې د بامیانو ولایت په مرکز ښار کې چاودنه وشوه چې ګڼو ملکیانو ته یې مرګ‌ژوبله واوړوله.

د کورنیو چارو وزارت ویلي و، په دې چاودنه کې نږدې ۲۰ کسان ووژل شول او تر پنځوس ډېر ټپيان شول.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement