پوسټ کوډ 205642
نیټه خپرول: شنبه 8 لیندۍ 139909:38

صالح: یو ډاکټر چې په لس کلن ماشوم یې جنسي تېری کړی نیول شوی

د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وایي، امنیتي ځواکونو په کابل کې د اسدالله په نوم یو ډاکتر چې په یو لس کلن ماشوم یې څو ځلې جنسي تېری کړی و نیولی دی.

د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح په خپله فېسبوک پاڼه لیکلي، امنیتي ځواکونو په کابل کې د ذولفقار روغتون یو ډاکټر چې نوم یې صفت اسدالله ولد عزیزالله چې په یو لس کلن ماشوم یې څو څو ځلې جنسي تېری کړی دی نیولی دی.

نوموړي لیکلي، د روغتیا وزارت ته یې امر کړی چې هر کله چې د یاد کس د زندان موده پوره شي له یاد کس څخه دې د ډاکټرۍ سند واخلي.

نوموړي دغه راز ویلي، امنیتي ځواکونو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په کابل ښار کې ۱۱ طالبان او دعشان نیولي دي..

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement