پوسټ کوډ 205603
نیټه خپرول: پنج شنبه 6 لیندۍ 139916:21

افغانستان کې ماینونو په یو کال کې ۵۷۹ کسان وژلي - راپور

له ماینونو څخه د زیانمن شویو افغانانو موسسه وایي چې په ۲۰۱۹ کال کې ۵۷۹ کسان په افغانستان کې د ماینونو په چاودنو کې وژل شوي او ۹۵۹ نور ټپیان شوي دي.

دغې موسسې د پنجشنې په ورځ نومبر ۲۶ (لیندۍ شپږمه) په یو راپور کې ویلي چې د ماین د چاودنو د قربانیانو له شمېرې ۸۴سلنه یې سړیان او ۱۶سلنه یې ښځې دي.

په دغه راپور کې راغلي چې په دغو کسانو کې ۵۲سلنه یې ماشومان او ۴۸سلنه یې پاخه عمر لرونکي وګړي دي.

له ماینونو څخه د زیانمن شویو افغانانو موسسې ویلي چې اوړم کال په پرتله په ۲۰۱۹ کې د ماین چاودنو په تلفاتو کې ۳۱سلنه کموالی راغلی خو زیاته کړې یې ده چې لا هم ماینونه په افغانستان کې د نړۍ د نورو هېوادونو په پرتله زیاته مرګ‌ژوبله اړوي.

دغې ادارې په افغانستان کې د معلولیت لرونکو وګړو د استخدام پالیسۍ جوړول، له نړیوالو میثاقونو سره د افغانستان یوځای کېدل او د قربانیانو لپاره د معلولیت د ملي ستراتيژۍ جوړول د پرمختګ په توګه یاد کړي خو په اقتصادي، روغتیايي او ښوونیزو برخو کې یې د ماینونو له قربانیانو څخه د حکومت پر لا زیات ملاتړ ټینګار کړی دی.

دغه بنسټ ویلي: "موږ د جګړې له ښکېلو خواو څخه جدي تمه لرو چې د ملکیانو حقونو ته درناوی وکړي او د ماین له اړخه د هغوی خونديتوب ته جدي پاملرنه وکړي".

له ماینونو څخه د زیانمن شویو افغانانو موسسې دغه راز له نړیوالې ټولنې څخه غوښتي چې له معلولیت لرونکو وګړو په ځانګړي ډول د ماین له قربانیانو څخه ملاتړ وکړي.

افغانستان په ۲۰۰۳ کې د پرسونل ضد ماین معاهده لاسلیک او تصویب کړې چې له مخې د ۲۰۲۳ تر مارچه پورې په دغه هېواد کې د ټولو هغو سیمو د پاکولو مسولیت لري چې په کې ماینونه ښخ شوي دي.

د افغانستان د ماینونو د پاکولو او انسجام ادارې مشر شفیق یوسفي امریکا غږ ته وویل چې په تېرو ۳۰ کلونو کې په دغه هېواد کې درې زره کلیومتر مربع ځمکه له ماینونو څخه پاکه شوې او ۱۵۰۰ کیلومتر مربع ځمکه لا هم په ماینونو ککړه ده.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement