پوسټ کوډ 205519
نیټه خپرول: چهارشنبه 5 لیندۍ 139911:20

هېواد کې د کرونا ویروس ۲۱۲ مثبتې پېښې ثبت شوې

د عامې روغتیا وزارت د مالوماتو له مخې تېره شپه ورځ کې د کرونا ویروس ۲۱۲ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

د یادو مالوماتو له مخې چې نن(چهارشنبې د لیندۍ په ۵مه نېټه) له رسنیو سره شریک شوي، ښیې چې تازه پېښې د ۱۴۷۶ کتل شویو مشکوکو نښو پایله ده.

په همدې حال کې تېره شپه ورځ کې د #کرونا_ویروس له کبله ۱۶ ناروغان هم د هېواد په کچه مړه شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت په یوه شپه ورځ کې د کوویډ۱۹ ناروغۍ نه د ۲۳ کسانو له روغېدو خبر ورکوي.

اوسمهال هېواد کې د کرونا ویروس ټولې مثبتې پېښې ۴۵ زره او ۳۳۹ ته رسیږي چې له ډلې یې ۷۶۱۷ یې فعالې دي.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement