پوسټ کوډ 205507
نیټه خپرول: چهارشنبه 5 لیندۍ 139910:29

امنیتي ځواکونو درې قاچاقبران او دوه داعشان نیولي

کورنیو چارو وزارت وایي، امنیتي ځواکونو د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر کې درې تنه قاچاقبران چې غوښتل یې نشه‌یي توکي نورو هېوادونو ته ولېږدوي نیولي دي.

له #کورنیو_چارو_وزارته په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، امنیتي ځواکونو نن چهارشنبه د #حامد_کرزي نړیوال هوایي ډګر کې درې تنه قچاقبران چې غوښتل نشه‌یي توکې چې هیرویین هم په کې شامل وو جدې او هند ته ولېږي نیولي دي.

خبرپاڼه لیکي، دغو کسانو نشه‌یي توکي په خپله ګېده او یو بل کس په اوبو کې ځای پر ځای کړي وو.

په ورته وخت کې دغه وزارت وايي، ځانګړو ځواکونو تېره شپه په کابل کې ښار کې دوه تنه داعش وسله‌وال نیولې او له هغوی سره یې څه اندازه پیسې او مهمات هم نیولي دي.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement