پوسټ کوډ 205484
نیټه خپرول: سه شنبه 4 لیندۍ 139917:32

د بامیان ولایت په مرکز کې دوه چاودنې شوي

د بامیان ولایت مقاماتو ددې ولایت په مرکز کې د دوو لویو چاودنو خبر ورکړی دی.

#د_بامیان د امنیه قوماندانۍ ویاند رضا یوسفي، وویل پدغو چاودنو کې چې نن د سه شنبې په ورځ نومبر ۲۴ (لیندۍ ۴) د مازدیګر په پنځو بجو وشوې تر اوسه د دوه ملکي وګړو د وژل کیدو او د یو تن د ټپي کیدو خبر ورکړل شوی دی.

ښاغلي یوسفي وویل تر اوسه ددغو چادونو نوعیت ندی معلوم او ددې پیښې په اړه پلټنې روانې دي.

پدې ترڅ کې د پیښې یو شمیر عیني شاهدانو د امریکاغږ ته وویل چې زیات شمیر ملکي کسان پدغو دوو چاودنو کې وژل شوي او یا ټپیان شوي دي.

افغان امنیتي ځواکونه همدا اوس د پیښې په ځای کې حضور لري او ساحه یې تړلې ده، خو ددغو چاودنو په اړه یې جزییات ندي ورکړي.

دغه پیښه نوې ده او په اړه یې نور جزییات څو شیبې وروسته همدلته لوستلی شئ.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement