- 0 څرګندونه
- چاپ

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د افغانستان په اړه د نړیوالې ټولنې لخوا ژنیو کنفرانس ته وویل چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه دا مهاله په خپلواکه توګه د ۹۶ سلنه عملیات تر سره کوي.
هغه زیاته کړه چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په هلمند، کندهار، بدخشان او یو شمېر نور ولایتون کې د طالبانو وروستي بریدونه پر شا تمبولي دي.
نوموړي په وینا افغانستان دا مهاله د نړیوال تروریزم سره د مقابلې په لومړۍ کرښه کې دی او زیاته کړه چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د هیواد ولایتونو او ولسوالیو امنیت نیولی دی.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د مرستو دوام ته په اشارې سره وویل:"اجازه باید ورنه کړل شي چې په افغانستان کې د تاریخ تراژیدۍ یو وار بیا تکرار شي: زموږ د مشارکت د قوت واقعي ازمون او د ګډ لیدلوري ارزښت دادی چې موږ وتوانېږو په خپل ګډ تاریخ کې حتی د یوې لویې تراژیدي مخنیوی وکړو. اجازه باید ورنه کړوچې په افغانستان کې د تاریخ تراژیدۍ یو وار بیا تکرار شي."