پوسټ کوډ 205466
نیټه خپرول: سه شنبه 4 لیندۍ 139914:45
- 0 څرګندونه
- چاپ

د هېواد عامې روغتیا وزارت وایي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې د کرونا ویروس ۱۴۲۸ مشکوکې پېښې د دې وزارت په لابراتوارونو کې تر معاینې لاندې نیولې وې، چې د ۲۹۰ پایلې یې مثبتې وې.
د #کرونا دغه مثبتې پېښې کابل، هرات، کندهار، ننګرهار، تخار، کندوز، بغلان، پروان، نیمروز، غرني، لوګر او میدانوردګ ولایتونو کې ثبت شوې دي. له دې مثبتو پېښو سره هېواد کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۴۵ زره او ۲۷۸ تنو ته ورسېد.
د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې، په دې ناروغۍ اخته ۱۴۶ تنو روغتیا موندلې. د ټولو بېرته روغ شویو کسانو شمېر ۳۶ زره او ۱۲۲ تنو ته ورسېد.
دغه راز په تېرو ۲۴ ساعتونو کې، په «#کووېډ۱۹» اخته ۱۷ ناروغانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. په هېواد کې له دې ناروغۍ د مړو شویو شمېر یو زر او ۷۱۲ تنو ته ورسېد.