پوسټ کوډ 205457
نیټه خپرول: سه شنبه 4 لیندۍ 139912:15

نن ژنیو کنفرانس کې افغانستان سره د مالي مرستو په اړه پرېکړه کیږي

نن دوشنبه د نومبر ۲۴مه د نړیوالې ټولنې لخوا د افغانستان په اړه د ژینو کنفرانس دوهمه او وروستۍ ناسته پيل شوه.

دغه کنفرانس چې د ۱۰۰ په شااوخوا کې هیوادونو او سازمانونو استازو پکې په انلاین او حضوري توګه ګډون کړی له افغانستان سره د څلورو نورو کلونو لپاره د نړیوالې ټولنې د مالي مرستو په اړه بحثونه او وروستۍ پرېکړه کوي.

افغانستان تمه لري چې د څلورو نورو کلونو لپاره د نړیوالې ټولنې لخوا د مالي مرستو ژمنه تر لاسه کړي.

تېره ورځ د یاد کنفرانس په لومړۍ ورځ تر ډېره پورې د افغان سولې بهیر، د تاوتریخوالي پر زیاتېدو، سوله کې د تیرو کلونو د لاسته راوړنو پر خوندیتوب، د ښځو په ګډون د بشري حقونو پر تامین، فساد سره مبارزې او یو لړ نورو مهمو مسائلو محثونه وشول.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement