پوسټ کوډ 205395
نیټه خپرول: دوشنبه 3 لیندۍ 139913:36

افغانستان کې تېره یوه شپه او ورځ ۲۸۲ تنه په «کووېډ۱۹» ناروغۍ اخته پېژندل شوي

د هېواد عامې روغتیا وزارت وایي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې د کرونا ویروس ۱۳۲۳ مشکوکې پېښې د دې وزارت په لابراتوارونو کې تر معاینې لاندې نیولې وې، چې د ۲۸۲ پایلې یې مثبتې وې.

د کرونا دغه مثبتې پېښې کابل، کندهار، بلخ، ننګرهار، بامیان، بادغیس، دایکنډي، پروان، نیمروز، لوګر، غزني، هلمند، میدان‌وردګ، پنجشیر او زابل ولایتونو کې ثبت شوې دي. له دې مثبتو پېښو سره هېواد کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۴۴ زره او ۹۸۸ تنو ته ورسېد.    

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې، په دې ناروغۍ اخته ۴۲ تنو روغتیا موندلې. د ټولو بېرته روغ شویو کسانو شمېر ۳۵ زره او ۹۷۵ تنو ته ورسېد.       

دغه راز په تېرو ۲۴ ساعتونو کې، په «کووېډ۱۹» اخته اتو ناروغانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. په هېواد کې له دې ناروغۍ د مړو شویو شمېر یو زر او ۶۹۵ تنو ته ورسېد.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement