پوسټ کوډ 205393
نیټه خپرول: دوشنبه 3 لیندۍ 139913:33

صالح: هغه کسان چې په ښار کې یې انځورونه لګول شوي یو شمېر یې د دولت کارکوونکي دي

د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وایي، په کابل ښار کې چې د ځینو مجرمونو انځورونه لګول شوي په هغه کې ځينې یې د دولت کارکوونکي دي.

د ولسمشر مرستیال امرالله صالح د نن ورځې د شپږ نیمو بجو د ناستې جزیات په خپله فېسبوک پاڼه لیکلي، ځینې تر پلټنې لاندې هغه کسان چې انځورونه یې د کابل ښار په ډېرو برخو کې لګول شوي ځینې یې د دولت کارکوونکي دي.

نوموړي ویلي،  دی ملي بنسټونو ته د درناوې په خاطر د جزیاتو له ورکولو ډډه کوي خو په دې وروستیو اوونیو کې یو شمېر نیول شوي کسان د دولت منسوبین دي.

دغه راز صالح خبر ورکړی، هغه کسان چې  جرمونه یې نه دې ثابت شوي او انځورونه یې لګول شوي دي او په مستقیمه او غیري مستقیمه توګه یې په جرمونو کې لاس نه درلود له هغوی به له حقوقي لارې بښنه وغواړي.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement