پوسټ کوډ 205364
نیټه خپرول: دوشنبه 3 لیندۍ 139909:59

بغلان کې ۹ امنیتي سرتېرو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

بغلان کې امنیتي سرچینې وایي، تېره شپه وسله‌والو طالبانو د دغه ولایت په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د امنیتي سرتېرو پر موټریز کاروان برید کړی چې په پایله کې یې درې امنیتي سرتېرې وژل شوي او شپږ نور ټپیان شوي دي.

سرچینې وایي، دغه پېښه په داسې حال کې رامنځته شوه چې د امنیتي سرتېرو یو موټریز کاروان د بغلان کندز پر لویه د لاره د تېرېدو په حال کې وو چې د مرکزي بغلان ولسوالۍ کې ورباندې برید شوی.
سرچینې وایي، په دغه برید کې درې امنیتي سرتېري وژل شوي او شپږ نور ټپیان شوي دی.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د هېواد ډېری ولایتونو کې جګړه زیاته شوې او هره ورځ د افغان امنیتي ځواکونو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ جګړه روانه وي چې د دواړو لورو ترڅنګ ملکي کسانو ته هم مرګ‌ژوبله اوړی.
د یاد برید مسوولیت تراوسه کومې وسله‌والې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement