پوسټ کوډ 205363
نیټه خپرول: دوشنبه 3 لیندۍ 139909:58
- 0 څرګندونه
- چاپ
ګډو ځواکونو په کابل ښار د راکټي بریدونو مخه نیولې

د ملي دفاع وزارت وایي، ګډو ځواکونو په کابل ښار د څلورو راکټيونو د توغولو مخه نیولې ده.
له ملي دفاع وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، نن سهار د کابل ولایت د پغمان ولسوالۍ په قلعه قاضي سیمه کې د طالبانو څلور (بي ام یو) راکټونه د توغولو په موخه عیار کړي وو او غوښتل یې پر کابل ښار یې وتوغوي چې د کابل ۱۱۱ فرقې د ګډو ځواکونو لخوا کشف او لاسته راغلل.
یاد وزارت زیاتوي چې ددې راکټونو په کشف او شنډولو سره په کابل ښار کې د خونړې پیښو رامنځته کیدو مخنیوی وشو.
وسلهوالو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دې ویلي.
دا په داسې حال کې ده چې دوه ورځې وړاندې نامعلومو وسلهوالو پر کابل ښار ۲۴ راکټي بریدونه وکړل چې له کبله یې ۱۰ ملکیان ووژل شول او تر پنځوس ډېر یې ټپیان کړل.