پوسټ کوډ 205359
نیټه خپرول: دوشنبه 3 لیندۍ 139909:48

نن د افغانستان په اړه نړیوال کنفرانس پیلېږي

ټاکل شوې نن دوشنبه په جنیوا کې د افغانستان لپاره د مرستو د جلب په موخه په انلاین او حضوري بڼه نړیوال کنفرانس پیل شي.

افغان حکومت وایي، نن په جنیوا کې د افغانستان لپاه د مرستو جلب په موخه نړیوال کنفرانس پیلېږي ترڅو وکولای شي چې تر راتلونکو څلور کلونو پورې د هېواد لپاره د نړیوالو مرستې دوام پیدا کړي.

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي په یو ویډویو پیغام کې ویلي، افغان حکومت به په دې کنفرانس کې د را روانو څلور کلونو لپاره خپل پلانونه تشریح کړي ترڅو وکولای شي نړیوال دې ته قانع کړي چې له افغانستان سره مرستو ته دوام ورکړي.

نوموړي دغه راز زیاته کړه، په دې کنفرانس کې د ۱۰۰ هېوادونو او سازمانونو استازي ګډون کوي ترڅو د افغانستان په اړه د راتلونکي مرستو په اړه پرېکړه وکړي.

صدیقي دغه راز زیاته کړه، افغان حکومت په تېرو څلورو کلونو کې د جنیوا کنفرانس اکثریت قوانین مراعت کړي دي او په وینا یې حکومت راتلونکو څلورو کلونو ته هم ژمن دی چې د یاد کنفرانس له لارې ټولې مرستې به پر سم ځای لګېږي.

په ورته وخت کې د افغانستان د مالیې وزارت ویاند شمروز خان مسجدي وایي، افغان دولت د تېر جنیوا کنفرانس څخه چې کوم تعهدات درلودل ۹۰ سلنه یې پلي کړي دي او په وینا یې په راتلونکي کې به هم دغه تعهدات ټول عملي کړي.

د یادونې ده چې دغه کنفرانس به نن پیل شي او سبا به هم دوام ولري، یاد کنفرانس چې په حضوري او انلاین بڼه ترسره کېږي د افغان دولت له لوري پکې د مالیې وزیر عبدالهادي ارغندیوال او د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر هم ګډون کړی دی.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement