پوسټ کوډ 205330
نیټه خپرول: يکشنبه 2 لیندۍ 139914:22

تېرو۲۴ ساعتونو کې ۲۰۳ کسان په کرونا اخته شوي

د عامې روغتیا وزارت وایي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په ټول هېواد کې۲۰۳ کسان په کرونا وایروس اخته شوي او ۱۲ تنه ترې مړه شوي دي

دغه وزارت وایي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې۵۱۲  کسان له کرونا بېرته رغېدلي دي چې په دې سره له یادې ناروغۍ بېرته رغېدلو کسانو شمېر۳۵ زره ۹۳۴ ته رسېدلی دی

د یاد وزارت د معلوماتو له مخې تراوسه په ټول هېواد کې ۴۴ زره او ۷۰۶ کسان په کرونا اخته شوي چې له ډلې یې یو زر ۶۸۷مړه شوي دي

دغه راز د روغتیا وزارت د معلوماتو په اساس تراوسه په ټول هېواد کې ۶ زره او ۹۲۷ فعاله مثبتې پېښې شته

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement