پوسټ کوډ 205259
نیټه خپرول: شنبه 1 لیندۍ 139916:03

ټولو لسو نوماند وزیرانو له ولسي جرګې د باور رایې ترلاسه کړې

ولسي جرګې ته د نوماند وزیرانو له برنامو وړاندې کولو وروسته، دغې جرګې دغو نوماند وزیرانو ته نن (شنبه، ۱ لیندۍ) د رایو صندوق کېښود، چې لسو واړو یې د باور رایې ترلاسه کولو سره په رسمي توګه وزیران وپېژندل شول.

له دې ډلې محمد حنیف اتمر د ۱۹۷ باور رایو ترلاسه کولو سره د بهرنیو چارو، اسدالله خالد په ۲۰۶ رایو د ملي دفاع، محمد مسعود اندرابي په ۲۱۴ رایو د کورنیو چارو، عبدالهادي ارغندیوال په ۲۰۵ رایو د مالیې، فضل احمد معنوي په ۲۲۰ رایو د عدلیې، معصومه خاوري په ۱۵۴ رایو د مخابرات او مالوماتي ټکنالوژۍ، عباس بصیر په ۱۹۷ رایو د لوړو زده کړو، بشیر احمد ته ینج په ۱۹۰ رایو د کار او ټولنیزو چارو، محمد قاسم حلیمي په ۱۴۸ رایو د حج او اوقافو او نثار احمد غوریاني په ۲۱۳ د صنعت او سوداګرۍ وزیران وټاکل شول.

نن د ولسي جرګې له ۲۴۸ غړیو ۲۴۶ شتون درلود. ټولې کارول شوې رایې ۲۴۶ وې، چې هر نوماند وزیر باید د باور ۱۲۴ رایې خپلې کړې وی. پر دې بنسټ ټولو نوماند وزیرانو دغه رایې پوره او په رسمي توګه وزیران وټاکل شول.

د غونډې پای کې د ولسي جرګې رییس میرالرحمان رحماني وویل، چې ټولو نوماند وزیرانو ته په بشپړه روڼتیا او له کومې پلوۍ پرته رایې اچول شوي دي.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement