پوسټ کوډ 205070
نیټه خپرول: چهارشنبه 28 لړم 139910:52

د «افغانستان د سولې او پراختیا له بهیر څخه د دوامداره نړیوال ملاتړ د مهمو مواردو» په تړاو د نړیوالو شریکانو له اعلامیې څخه د افغانستان هرکلی

د افغانستان اسلامي جموري دولت د افغانستان د سولې او پراختیا له بهیر څخه د دوامداره نړیوال ملاتړ د لسو مهمو مواردو مطرح کولو په برخه کې د نړیوالو مهمو شریکانو له دریځ څخه هرکلی کوي. د افغانستان اسلامي جمهوریت کابینې د دغو شرطونو له دقیقې مطالعې او ارزونې څخه وروسته، یاد شرطونه په هېواد کې د دوامدارې سولې د تأمین لپاره ګټور او د افغانستان د دولت او خلکو له موخو او لومړیتوبونو سره همغږي وبلل

په یادو لسو شرطونو کې دا مهم او حیاتي مسائل راوړل شوي دي: (۱) د افغانستان د تېرو ۱۹ کلونو د سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو لاس ته راوړنو ساتنه او پياوړي کول؛ (۲) د هر اړخیز اوربند ټینګښت؛ (۳) دیموکراسۍ، د قانون حاکمیت او بشر حقونو ته دوامداره ژمنتیا؛ (۴) د سولې مذاکراتو او د سولې د تړون د موادو پلي کولو ته ژمنتیا؛ (۵) له فساد سره مانالرونکې او عیني مبارزه؛ (۶) د افغانستان نړیوالو ژمنو او د افغانستان دولتي بنسټونو ته درناوی؛ (۷) د ملګرو ملتونو د دوامدارې پراختیا له موخو څخه پیروي کول؛ (۸) له دې څخه مخنیوی چې ترهګریزې ډلې د افغانستان له خاورې څخه د نورو ملتونو پر وړاندې ګټه واخلي؛ (۹) د افغانستان د دولت او نړیوالې ټولنې تر منځ د متقابلې ځواب ورکونې د چوکاټ دوام؛ او (۱۰) د مرستندویه فعالیتونو له لارې د ناقانونه مالیاتو او خنډونو د لرې کولو په ګډون، د پراختیايي او بشردوستانه فعالیتونو آسانول.

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت په سوله، امنیت او ټول شموله هوساینه د خپل ټينګ باور پر بنسټ، د پورتنیو یادو شوو مواردو تحقق او پلي کېدل د سولې د مذاکراتو د بریالیتوب، دوامدارې او عادلانه سولې ته د رسېدو او همدارنګه د نړیوالې ټولنې د یو فعال او مسئوول غړي په توګه د افغانستان د دیموکراتیک پرمختګ لپاره اړین بولي. پر دې سربېره، د دې مواردو پلي کېدل د هېواد د بیارغونې، امنیت او اقتصادي هوساینې لپاره زمینه برابروي او زموږ د بې وزله هېوادوالو د ژوند د ستونزمنو شرایطو په ښه کېدو کې مهم او بنسټيز رول لوبوي. ځکه نو، د افغانستان اسلامي جمهوري دولت خپل ځان د نړیوالې ټولنې له خوا د پورتنیو وړاندې شوو مواردو په تحقق او پوره کېدو مکلف او ژمن ګڼي او په دې برخه کې به خپله ژمنتیا او مکلفیت د افغانستان د ژنیف په کنفرانس کې یو ځل بیا نوی کړي.

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت اوسنیو حساسو شرایطو او په ګران هېواد کې د دوامدارې سولې رامنځته شوي تاریخي فرصت ته په پام سره، په طالبانو غږ کوي چې د سولې، پخلاینې او مفاهمې لپاره دې د افغانانو او نړیوالې ټولنې بلنه ومني او د جګړې د پای ته رسولو غږ ته دې لبیک ووایي.

په داسې حال کې چې نړۍ او د افغان ولس د کرونا وبا له ناوړې پدیدې سره لاس او ګرېوان ده او له اقتصادي ناورین سره مخامخ ده؛ نو د دې ستونزمنې ناخوالې زیانمنو شوو وګړو ته د رسېدنې او د اقتصادي ناوړه شرایطو رفع کولو لپاره اړینه ده چې په هېواد کې بیړنی اوربند تأمین او د سولې مذاکرات په بریالي شي. موږ له نړیوالې ټولنې څخه مننه کوو چې د افغانانو او افغانستان اسلامي جمهوریت دغې برحقې غوښتنې سره همغږي او همګام شول.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement