پوسټ کوډ ۲۰۵۰۶۸
نیټه خپرول: چهارشنبه ۲۸ لړم ۱۳۹۹ ۱۰:۴۵

امریکا له افغانستان د سرتېرو د ایستلو امر ورکړ

د امریکا پنتاګون یا دفاع وزارت رسمأ د ولسمشر ټرمپ په امر له افغانستان او عراق د ۵ زره سرتېرو د ایستلو خبر ورکړی.

د امریکا د دفاع وزیر کریستوفر میلر تېره ورځ په پنتاګون کې جوړې شوې غونډې ته وویل، له عراق او افغانستان به خپل نیمایي سرتېري د راتلونکې کال د جنورۍ میاشتې تر پنځلسمې پوري وباسي.

نوموړي ویلي، یاده پروسه به په داسې ډول ترسره شي چې په دغه هېوادونو کې به د امریکا له نظامي او ملکي ساتنه وشي.

په ورته وخت کې د ناټو سرمنشي ینس ستونتنبرګ له افغانستان د امريکايي عسکرو پر وتلو غبرګون ښودلی او زیاته کړې یې ده، د امریکا دغه پرېکړه بې وخت ده او بدې پایلې به له ځانه سره ولري.

بلخوا د امریکا د دفاع وزیر بیا ویلي، د ناټو له سرمنشي او د افغانستان له ولسمشر محمد اشرف غني سره په نوې طرحه خبرې کړې دي او په وینا یې دا به کومې بدې پایلې ونلري.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement