پوسټ کوډ 204984
نیټه خپرول: سه شنبه 27 لړم 139909:41

غزني کې د کچالو ډېری زېرمتونونه ګټې اخیستنې ته سپارل شوي

د کرنې وزارت وایي، په غزني ولایت کې د کچالو د ډېریو زېرمتونونو رغنیزې چارې بشپړې شوې دي او ګټې اخیستنې ته سپارل شوي دي.

د کرنې وزات وایي، د دغه وزارت د کرنیزو محصولاتو مدیریت د پروژې په اډانه کې د غزني ولایت په یو شمېر ولسوالیو کې د کچالو ۵۹ زېرمتونونه جوړوي چې ډېری یې بشپړ شوي او ګټې اخیستنې ته سپارل شوي دي.

دغه #وزارت_وایي، د کچالو د ساتنې په پار د صفر انرژۍ سړوخونو جوړولو ټولیز لګښت څه باندې ۳۶ میلیونه افغانۍ ده.

کرنې وزارت وایي، هر زېرمتون د ۱۶ مټریکه ټنه کچالو د ساتنې  وړتیا لري.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement