پوسټ کوډ 204980
نیټه خپرول: سه شنبه 27 لړم 139909:35

دفاع وزارت: دشت ارچي ولسوالۍ د طالبانو له شتونه پاکه شوه

د ملي دفاع وزارت وایي، د کندز ولایت دشت ارچي ولسوالۍ د امنیتي ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې د وسله‌والو طالبانو له شتون پاکه شوه.

له ملي دفاع وزارته په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، افغان امنیتي ځواکونو تېره شپه د کندز ولایت دشت ارچي ولسوالۍ مرکز او نورو اړوندو سیمو کې عملیات په لاره اچولي وو چې په پایله کې یې یاده ولسوالي د طالبانو له شتون پاکه شوه.

خبرپاڼه لیکي، اوس مهال هم عملیات دوام لري او په لنډ وخت کې دغې ولسوالۍ ته نږدې نورې سیمې هم د وسله‌والو #طالبانو له شتونه پاکې کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د کندز ولایت دشت ارچي ولسوالۍ څو ورځې وړاندې د وسله‌والو طالبانو لخوا نیول شوې وه.

نیروهای دفاعی و امنیتی با راه اندازی عملیات شب گذشته مرکز و بسیاری از ساحات را در اطرف ولسوالی دشت ارچی را از وجود طالبان پاکسازی نمودند و ده ها تن از طالبان تروریست کشته شدند.

اکنون عملیات ها به شدت ادامه دارد و نیروهای امنیتی در حال پیشروی قراردارند و به زودی ساحات باقی مانده نیز از وجود طالبان پاکسازی خواهد شد.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement