پوسټ کوډ 204942
نیټه خپرول: دوشنبه 26 لړم 139913:45

تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۲۸ تنه په کرونا اخته شوي

د عامې روغتیا وزارت وایي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په ټول هېواد کې ۲۲۸ کسان په کرونا وایروس اخته شوي او ۱۵ تنه ترې مړه شوي دي.

دغه وزارت وایي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې۴۴  کسان له کرونا بېرته رغېدلي دي چې په دې سره له یادې ناروغۍ بېرته رغېدلو کسانو شمېر۳۵ زره ۱۳۶ ته رسېدلی دی.

د یاد وزارت د معلوماتو له مخې تراوسه په ټول هېواد کې ۴۳ زره او ۴۶۸ کسان په کرونا اخته شوي چې له ډلې یې یو زر ۶۳۲ مړه شوي دي.

دغه راز د روغتیا وزارت د معلوماتو په اساس تراوسه په ټول هېواد کې ۶ زره او ۶۷۶ فعاله مثبتې پېښې شته.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement