پوسټ کوډ ۲۰۴۹۳۷
نیټه خپرول: دوشنبه ۲۶ لړم ۱۳۹۹ ۱۳:۲۹

افغانستان او زیمنس انرژي کمپنۍ ترمنځ د همکارۍ تفاهم لیک نن له غرمې مخکې، لاسلیک شو

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمد اشرف غني په حضور کې د مالیې وزارت، د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې او د افغانستان برېښنا شرکت او زیمنس انرژي کمپنۍ ترمنځ د همکارۍ تفاهم لیک نن له غرمې مخکې، لاسلیک شو.

وروسته د زیمنس انرژي کمپنۍ عمومي رئیس ډاکتر کریسټن بروک چې د ویډیو کنفرانس له لارې تالار ته وصل و، وویل، ما غوښتل چې نږدې راشم، خو د کرونا له امله مې ونشو کولای. ..
جمهوررئیس غني وویل، وخت او واټن زموږ د ګډ کار او همکارۍ مخه نشي نیولی او له ټولوڅخه مننه چې د دغه تفاهم لیک د لاسلیک او د انرژۍ په برخه کې یې د ګډ کار او همکارۍ زمینه برابره کړه. هغه زیاته کړه، انرژي یوازې زیربنا نه، بلکې د ټولو پرمختګونو او انساني پانګونو لپاره مهمه ده.

هغه څرګنده کړه،انرژي یوازې د زیربنا، زیربنا نه، بلکې د انساني، اجتماعي او ټولو پانګو او مالي بنسټونو د انکشاف او پرمختګ لپاره بستر دی. موږ به افغانستان جوړ او خپلو هیوادوالو ته د کورونو، دفترونو، محصولاتو، تولیداتو، کرنې، صنعت او خدماتو په  برخوکې باوري او دایمي برېښنابرابره کړو.


#جمهور_رئیس_غني د انرژي په برخه کې د زیمنس د انرژي کمپنۍ پر رول خوښي څرګنده کړه او وې ویل، د زیمنس په رول خوښ یوو چې د سیمې په کچه د اسانچاري رول ادا کړي او د مرکزي اسیا برېښنا ته لاسرسی لا اسانه کړي.


د هیواد جمهوررئیس څرګنده کړه، افغانستان د انرژۍ او طبیعي ګازو د تولید لوړ ظرفیت او پرېمانه منابع لري چې هغو ته د انکشاف او له هغو څخه د موثرې استفادې ترڅنګ به د برېښنا معیاري سیستم ایجاد کړو.

محمداشرف غني د جمهوري ریاست د لومړي مرستیال #امرالله_صالح په مشرۍ د برېښنا اصلاحاتو ملاتړ اعلان کړ او وې ویل،  موږ به په پام وړ توګه د لمریزې، بادي او ابي برېښنا د تولید منابعو ته انکشاف ورکړو او افغانستان دولت د زیمنس انرژي کمپنۍ د چوکاټ ملاتړ کوي.

جمهوررئیس غني د انرژي په برخه کې بشري پانګونه کلیدي عنصر وباله او د انرژي پراخ استعمال او ارزښت ته په اشارې یې په ټینګار سره وویل، موږ د هراړخیز پرمختګ او د هیوادوالو د هوساینې لپاره په افغانستان کې د صنعت، کرنې او په بله هره برخه کې دوامدارې انرژۍ ته لاسرسی غواړو

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement