پوسټ کوډ 204921
نیټه خپرول: دوشنبه 26 لړم 139911:03

سپېس اکس شرکت نړیوال فضایي تم‌ځای ته څلور ستور مزلي واستول

د سپېس اکس په نوم د فضایي پلټنو یوه شرکت نړیوال فضایي تم‌ځای ته څلور ستور مزلي واستول.

د دغو ستور مزلو فضایي بېړۍ د امریکا د فلوریدا ایالت له کېنېډي فضایي مرکز نه د افغانستان په وخت نن سهار ۵ بجې پورته شوه.

تمه ده دغه بېړۍ له الوتنې ۲۷ ساعته وروسته نړیوالې فضایي اډې ته چې له ځمکې شاوخوا ۴۰۰ کیلو متره واټن لري، ورسېږي.

دغه ستور مزلي به په فضا کې له هغو دوو روسي او یوه امریکایي فضانوردانو سره یوځای شي چې تېره میاشت له قزاقستانه نړیوال هوایي تم‌ځای ته تللي وو.

د امریکا فضایي ادارې ناسا ویلي، دا لومړی ځل دی چې د یوې شخصي کمپنۍ له‌خوا د فضایي بېړۍ یا کپسول مأموریت ترسره کېږي.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement