پوسټ کوډ 204911
نیټه خپرول: دوشنبه 26 لړم 139910:30

سرچینه: طالبانو د کندز د دشت ارچي ولسوالۍ بازار نیولی

په کندز ولایت کې یوې امنیتي سرچینې یک تلویزیون ته وویل چې وسله والو طالبانو نن دوشنبه سهار د دغه ولایت د دشت ارچي ولسوالۍ بازار نیولی دي.

طالبانو له پرون سهار راهیسې دشت ارچي ولسوالۍ کې جګړه روانه کړې ده.

سرچینه وایي افغان ځواکونه د دغې ولسوالۍ دوه کیلومتره کې دښتې ته شاتګ کړی دی.

د سرچینې په وینا افغان ځواکونو هوایي او ځمکني عملیات پيل کړي او هڅه کوي چې بازار بیرته له طالبانو ونیسي.

د کندز د والي ویاند عصمت الله مرادي وایي دشت ارچي ولسوالۍ سقوط نه دی کړی او مرستندوی ځواکونه سیمې ته رسیدلي دي.

دفاع وزارت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement