- 0 څرګندونه
- چاپ
د طالبانو په بریدونو کې ۱۳۴ عام وګړي وژل شوي – کورنیو چارو وزارت

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق آرین نن (یکشنبه د لړم ۲۵) په یوه خبري ناسته کې ویلي، چې په تېرو ۲۵ ورځو کې لږ تر لږه ۱۳۴ ملکي وګړي وژل شوي او ۲۸۹ نور ټپیان دي.
نوموړي زیاته کړې؛ #طالبانو د هدفي وژنو لپاره ۱۰۰ کسان ګومارلي وه، چې ۵۰ ترې نیول شوي دي.
#طارق_آرین زیاته کړې، چې د کندهار په وروستي جنګ کې د طالبانو په ګډون ۱۱۰۰ پاکستانیانو ګډون کړی و، چې په کې ۱۵۲ پاکستانیان له افغان ځواکونو سره په جګړه کې وژل شوي دي.
نوموړي زیاته کړې؛ په کندهار کې د نښتو پر مهال په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر غړی هم وژل شوی؛ خو په اړه یې جزئیات وړاندې نکړل.
هغه دغه راز ویلي؛ چې ۵۶۰ خوشې شوي بندیان بېرته د جګړې ډګرونو ته ستانه شوي دي.
وسلوالو طالبانو تر دې دمه رسنیو ته په دې اړه څه ندي ویلي.
آرین د پوهنتونونو او روزنیزو مرکزونو د امنیت په اړه ویلي، چې د عامه امن و نظم پولیس د دغو مرکزونو په همکارۍ د امنیت خوندي کولو ته چمتو دي.