پوسټ کوډ 204870
نیټه خپرول: يکشنبه 25 لړم 139915:17

وسله والو په تیره یوه نیمه لسیزه کې د ۲ میلیارد افغانیو په ارزښت سړکونه او پلچکونه وران کړي

یک تلویزیون ته په لاس ورغلي اسناد ښيي چې د دولت مخالفو وسله والو په تیره یوه نیمه لسیزه کې د څه باندې دوو میلیارد ډالرو په ارزښت پلونه. پلچکونه او سړکونه وران کړي دي.

موندنې ښيي چې مخالفو وسله والو د افغانستان په ۲۵ ولایتونو کې ۵۰ کیلومتره سړک او ۱۰۰۰ پلچکونه په بمونو الوزولي دي.

د ټولګټو وزارت وايي زیاتره دغه پلونه، پلچکونه او سړکونه په کندهار، هلمند، میدان وردګو او ارزګان ولایتونو کې ویجاړ شوي دي.

زیاتره دغه پلونه او سړکونه د افغان دولت، د اسیا پراختیايي بانک او ولایتي بیارغونې ډلو په بودجې جوړ شوي وو.

د لاسته راغلي سندونو پر اساس له ۱۳۸۴ لمریز کال نه تر اوسه:

په میدان وردګو کې ۱۱۴ پلچکونه

کندهار ولایت کې ۱۲۱ پلچکونه

په ارزګان ولایت کې ۴۱ پلچکونه

په لغمان ولایت کې ۳۵ پلچکونه

په غزني ولایت کې ۲۷ پلچکونه

په لوګر ولایت کې ۴۸ پلچکونه

په پکتیکا ولایت کې ۴۸ پلچکونه

او په بغلان ولایت کې ۲۱ پلچکونه د ځای پر ځای شوو ماینونو ښکار شوي دي.

همدا شان په پکتیا، بلخ، فراه، سرپل، زابل، غور، کابل، کاپیسا، کندز، کونړ، ننګرهار، نوستان، هرات او هلمند ولایتونو کې تر ۲۰ کم پلچکونه وران شوي دي.

په ځینو نورو ولایتونو کې بیا د وران شوو سړکونو کچه زیاته ده.

هغه سړکونه چې یا په ماینونو الوزل شوي او یا مخالفو وسله والو په قصدي دول ویجاړ کړي دي.

د لاسته راغلو سندونو له مخې:

په ارزګان ولایت کې ۴۳ کیلومتره

په سرپل ولایت کې ۱۲۰ کیلومتره

او په کندهار ولایت کې څه باندې ۱۵۰ کیلومتره پوخ سړک د مخالفینو له خوا له منځه وړل شوي دي.

دا د هغو سړکونو کیسه ده چې یک تلویزیون ته یې شمیرې په لاس ورغلي دي.

د اسنادو له مخې په میدان وردګو، غزني او د کابل – کندهار لویه لاره کې د سړکونو د تخریب کچه زیاته ده.

د بغلان ولایت چشمه شیر او دهنه غوري، د ننګرهار چپرهار، د کاپیسا تګاب، د بلخ شولګره، د پکتیکا جانیخیل، د میدان وردګو سید اباد، د کندهار معروف، د هلمند سنګین، د لوګر خروار، د لغمان علینګار او د غزني ولایت اندړ ولسوالي، هغه سیمې دي چې د ټوټې شوو سړکونو بیلګې پکې له حسابه وتلي دي.

د دغو سړکونو، پلونو او پلچکونو زیاته برخه تر اوسه بیا نه ده رغول شوې.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement