پوسټ کوډ 204843
نیټه خپرول: يکشنبه 25 لړم 139911:22

۱۳۹۹ چین او ۱۴ نور هېوادونه د نړۍ تر ټولو ستره سوداګريزه موافقه لاسلیکوي

چین او ۱۴ نور هېوادونه به نن (یکشنبه) د جنوبي اسیا هېوادونو د کالنۍ سرمشریزې په څنګ کې د نړۍ تر ټولو ستره سوداګريزه موافقه لاسلیک کړي.

سږ کال د جنوبي اسیا یا اسیان د سرمشریزې کوربه د ویتنام د هانوۍ ښار دی، خو د کرونا ویروس د وبا له کبله به د غونډې برخه‌وال د وېډیو کنفرانس له لارې خبرې وکړي.

تجارتي موافقه به هم په مجازي ډول لاسلیک شي.

دا موافقه به چې د سیمې هر اړخیز اقتصادي مشارکت بلل شوې، تعرفې ټیټې کړي او د ۱۵ لاسلیکوونکو هېوادونو ترمنځ به سوداګريزو خدماتو ته لار پرانیزي.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement