پوسټ کوډ ۲۰۴۷۸۹
نیټه خپرول: شنبه ۲۴ لړم ۱۳۹۹ ۱۳:۱۰

تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۶۶ کسان په کرونا اخته شوي

د عامې روغتیا وزارت وایي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په ټول هېواد کې ۶۶ کسان په کرونا وایروس اخته شوي او ۱۰ تنه ترې مړه شوي دي.

دغه وزارت وایي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۷ کسان له کرونا بېرته رغېدلي دي چې په دې سره له یادې ناروغۍ بېرته رغېدلو کسانو شمېر۳۵ زره ۶۳ ته رسېدلی دی.

د یاد وزارت د معلوماتو له مخې تراوسه په ټول هېواد کې ۴۳ زره او ۴۵ کسان په کرونا اخته شوي چې له ډلې یې یو زر ۶۰۵ مړه شوي دي.

دغه راز د روغتیا وزارت د معلوماتو په اساس تراوسه په ټول هېواد کې ۶ زره او ۳۶۷ فعاله مثبتې پېښې شته .

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement