پوسټ کوډ 204765
نیټه خپرول: شنبه 24 لړم 139910:35

دکډوالۍ په برخه کې د افغانستان او اروپايي ټولنې اتمه ګډه ناسته وشوه

د افغانستان او اروپايي ټولنې دګډ تخنيکي کاري ټيم او ددغه ټولنې غړو هېوادونو دکډوالو لپاره د دوهم ځل دګډ کار د ادامې ژمنې او همدارنګه د تېرکال فغاليتونو او لاسته راوړنو بيا کتنه دچهارشنبې په ورځ د لړم په ۲۱مه په انلاين ډول ترسره شوه.

د خبرو په پيل کې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د پناه غوښتونکو مرستيال وفي الله کاکړ د افغانستان په اوسني  سياسي او امنيتي وضعيت، د سولې خبرو او د طالبانو له خوا د جګړې زياتوالی چې د زرګونو کورنيو د بېځايه کېدو سبب شوی اندېښنه څرګنده کړه.

ښاغلي کاکړ وويل، ملکي وکړي د کورنيو جګړو له امله ترټولو زيات زيانمن شوي، دوی اړ شوي ترڅو خپل کورونه پرېږدي،خوراک،څښاک، او سرپناه ته ضرورت لري او موږ بايد هڅه وکړو ترڅو دوی ته پر وخت مرستې ووېشو.

له بلې خوا کاکړ د اروپايي ټولنې وغوښتل چې له اورپايي هېوادونو څخه افغانستان ته د راستنېدونکو افغان کډوالو لپاره د اسانتياو برابرولو، دوامداره او خوندي بيا يوځای کېدو او دندو رامنځ ته کولو کې د افغانستان له حکومت سره خپلو همکاريو ته دوام ورکړي او د داخلي بېځايه شوو په برخه کې خپلې مرستې لا زياتې کړي.

په وروستيو کې اروپايي ټولنې بېځايه شوو خلکوته د مرستو دوېش او د راستنېدونکو د دوامداره بيا يوځای کېدو په برخه کې د افغانستان حکومت سره د همکاريو خبر ورکړ.

په دغه انلاين ليدنه کې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د پناه غوښتونکو مرستيال وفي الله کاکړ، دملي امنيت شورا ددفتر استازي، بهرنيو چارو وزارت، کورنيو چارو وزارت، ماليې وزارت، کار او ټولنيزو چارو وزارت  او د ملکي هوايي چلند خپلواکې ادارې د افغانستان حکومت په استازيتوب شتون درلود.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement