پوسټ کوډ 204703
نیټه خپرول: پنج شنبه 22 لړم 139913:56

استرالیا افغانستان کې د خپلو سرتېرو د جنګي جرمونو څېړنه کوي

د استرالیا لومړي وزیر ویلي، په افغانستان کې د دوی د سرتېرو له خوا د جنګي جرمونو د ترسره کولو ادعاوو د سپیناوي لپاره یې یو ځانګړی څارنوال ګومارلی تر څو یې په تړاو څېړنه وکړي.

د استرالیا لومړي وزیر سکاټ مورېسون ویلي، په افغانستان کې د دوی پر سرتېرو د جنګي جنایتونو تورونه به ژر وڅېړل شي او که دغه تورونه حقیقت پیدا کړي هغه سرتېري به په سزا ورسوي.

هغه زیاته کړه، چې د دې ادعاوو د څېړلو لپاره یې یو ځانګړي څارنوال ته دنده سپارلې ترڅو یې په تړاو څېړنه وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې داسې خبرونه خپاره شول چې استرالیایي ځواکونو په افغانستان کې د خپل ماموریت پر مهال ملکي کسان په بي رحمۍ سره وژلي دي.

دغه راز یو انځور هم خپرو شوي و چې ښکاري یو استرالیایي سرتېري د یو ملکي کس پر سر تومانچه نیولې داسې ښکارېدل چې هغه یې وژني یا یې وژلی وي.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement