پوسټ کوډ 204690
نیټه خپرول: پنج شنبه 22 لړم 139912:30
- 0 څرګندونه
- چاپ
سیګر افغانستان کې د فساد ضد پر کلکې مبارزې ټینګار کړی

د افغانستان بیارغاونې چارو ځانګړې امریکایۍ پلټونکې ادارې مشر، جان سپکو افغانستان کې له فساد سره د مبارزې پر تګلارې نیوکې سره وايي چې دغه هېواد کې له دې ښکارندې سره مبارزه یوازې د خبرو تر بریده ده.
هغه همداراز څرګندوي چې دغه هېواد کې د فساد پر وړاندې د مبارزې په برخه کې سم عمل نه دی شوی.
سپکو وایي، د افغانستان حکومت د فساد پر وړاندې مبارزه کې محدود ګامونه اخیستي او زیاتوي چې یوازې د کاغذ پر مخ مقررې او غونډې جوړې شوې دي.
جان ساپکو، د امریکا بهرنیو چارو او دفاع وزارتونو او د امریکا نړيوال پراختیايي بنسټ ته یوه لیک کې د فساد پر وړاندې مبارزه کې د افغانستان د حکومت ځینې کارونه ستایلي، خو ټینګار یې کړی چې باید قوي ګامونه واخیستل شي.
د ساپکو وړاندیز دی، چې د فساد کمولو لپاره دې هغه زورواکي افغانان چې په فساد کې ښکېل دي، ونیول شي او سزا دې ورکړل شي.