پوسټ کوډ 204664
نیټه خپرول: پنج شنبه 22 لړم 139909:42

هلمند کې یو سیمه ییز خبریال ماین چاودنه کې ووژل شو

هلمند ولایت کې سیمه ییز مسوولین تاییدوي، چې د دې ولایت مرکز لښکرګاه ښار کې یو چسپکي ماین چاودنې د ازادۍ راډیو خبریال الیاس داعي وواژه.

د هلمند والي ویاند عمر ځواک  ته وویل، چې دغه پېښه نن سهار (پنجشنبه، ۲۲ لړم) رامنځته شوې ده.

ښاغلي ځواک زیاته کړه، چې په دې چاودنه کې د ښاغلي داعي یو ورور ټپي شوی هم دی.

هغه زیاته کړه، چې دغه پېښه د یاد خبریال د لېږدوونکي موټر پسې د چسپکي ماین چاودنې له امله وه.

کوم وګړي یا ډلې تر اوسه د دې پېښې مسوولیت نه دی منلی.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement