پوسټ کوډ 204586
نیټه خپرول: چهارشنبه 21 لړم 139909:42

غني: د افغانستان له ۷۵ تر ۸۵ سلنه خلک له جمهوریت ملاتړ کوي

ولسمشرغني د شانګهای همکاریو سازمان شلمې سرمشریزې غونډې ته د خبرو پرمهال وویل، د افغانستان له ۷۵ تر ۸۵ سلنه خلک له جمهوریت ملاتړ کوي، په داسې حال کې چې له طالبانو ملاتړ له ۴ تر ۸ سلنه دی.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني تېره ورځ د شانګهای همکاريو سازمان شلمې سرمشریزې غونډې ته د خبرو پر مهال وویل، د افغانستان اسلامي جمهوریت په ډېر اکثریت سره د خلکو ملاتړ له ځانه سره لري نو د شانګهای همکاریو د سازمان له ټولو غړو هېوادونو غواړي چې د افغانستان د اسلامي جمهوریت په چوکاټ کې د پایدارې سولې له بهیر ملاتړ وکړي.

نوموړي دغه راز زیاته کړه، افغانستان د اسیا زړه دی ګاونډي هېوادونو ته په کار ده چې د خپلو ګټو لپاره هم د افغان سولې په بهیر کې مرسته وکړي.

غني زیاته کړه:

هماغسې چې افغانستان د اسیا په زړه او دقیقا د داسې ظرفیتونو په مرکز کې دی چې ترې استفاده نه ده شوې، سیمې ته هوساینه او سوله راوستلی شي. د اټکلونو پر اساس، د افغانستان ځینې ګاونډیان په دې هیواد کې د سولې په راتلو سره کولی شي خپله داخلي ناخالصه وده له یو څخه دوه سلنې ته زیاته کړي.

ولسمشر غني دغه راز د افغانستان د موقعیت په تړاو وویل، د افغانستان موقعیت ته په کتو افغانان د نړیوالو او سیمه‌ییزو همکاریو په لټه کې دي.

غني وویل:

د افغانستان موقعیت او تاریخي مخینې ته په کتو؛ موږ د نړیوالو او سیمه ییزو همکاریو په ځانګړي ډول د منځنۍ، سویلي، ختیځې او لویدیځې اسیا او هاخوا د ځمکې، هوا او په ډیجیټلي ډول د اتصال له لارې د همکاریو د بستر رامنځته کېدو په لټه کې یوو.

ولسمشرغني دغه راز وویل، یو ډیموکراټ افغانستان ته د رسېدو لپاره مجبور دی چې له تاوتریخوالي او جګړې سره مخ شي.

هغه وویل:

د افغانستان بهرنی سیاست له سیمې او بین المللي شریکانو سره د ګډو ګټو په یووالي او د هیوادونو ترمنځ د اختلاف او مناقشې په عامل له بدلېدو څخه په مخنیوي ولاړدی. ګډې ګټې، احترام او متقابل باور موږ د دې وړ ګرځوي چې مطلوب هدف یعنې خپلواک، متحد، سوله ییز او ډیموکراتیک افغانستان ته چې د تېرو نولسو کلونو د لاسته راوړنو د پراختیا وړتیا ولري، ورسېږو. د دې هدف د تحقق لپاره موږ مجبور یوو د تاوتریخوالي او جګړې له تغییر او تحولاتو سره مخ شوو.

 

نوموړي دغه راز په اخېر کې امام علي رحمان ته د شانګهای همکاریو سازمان راتلونکي ناستې د مشرۍ مبارکي وویله او دغه راز يې د اوسنۍ ناستې د برابرولو او همغږۍ لپاره له ولسمشر پوتین مننه وکړه.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement