پوسټ کوډ 204584
نیټه خپرول: چهارشنبه 21 لړم 139909:38

عبدالله عبدالله له ازبیکستاني چارواکو سره پر افغان سوله خبرې کوي

د افغانستان د ملي مصالحې د عالي شورا رییس عبدالله عبدالله په ازبکستان کې دی او د افغان سولې او سیمه ییزې اجماع په تړاو خبرې کوي.

ښاغلی عبدالله بېګا تاشکند ته رسېدلی دی.

د ملي مصالحې د عالي شورا د معلوماتو له مخې ښاغلی عبدالله به د ازبکستان له جمهور رییس شوکت میرضیاییف، بهرنیو چارو وزیر عبدالعزیز کاملوف او د دیني چارو د کمېسیون له مشر سره وګوري.

ښاغلي عبدالله د افغانستان د سولې په تړاو د سیمه ییزې اجماع د غښتلتیا په هدف تر دې مخکې پاکستان او ایران ته هم سفرونه کړي دي.ښاغلی عبدالله بېګا تاشکند ته رسېدلی دی.

د ملي مصالحې د عالي شورا د معلوماتو له مخې ښاغلی عبدالله به د ازبکستان له جمهور رییس شوکت میرضیاییف، بهرنیو چارو وزیر عبدالعزیز کاملوف او د دیني چارو د کمېسیون له مشر سره وګوري.

ښاغلي عبدالله د افغانستان د سولې په تړاو د سیمه ییزې اجماع د غښتلتیا په هدف تر دې مخکې پاکستان او ایران ته هم سفرونه کړي دي.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement